کابل ټکى کام (جمعه ، ١٠ لړم ، ١٣٩٨ل)
د صدام له پرځيدا وروسته بغداد کې ترټولو ستر لاریون
په مرکزي بغداد کې زرګونو خلکو ، د صدام حسين له راپرځېدو وروسته ترټولو لوی لاریون کړی. په زرګونو عراقیانو د بغداد ښار د تحریر څلور لارې ته رسیدل پیل کړل.
امنیتی سرچینو هم د پلازمینې بغداد له واټونو څخه د تروریزم ضد ځواکونو وتل تائيد کړل؛ ځکه چې د دوی ته د امنیتي ګواښونو د نه شتون له امله اړتیا نه لیدل کیده.
په زرګونو عراقیان په مرکزي بغداد کې د دې لپاره راټول شوي وو، چې له حکومته يې د استعفاء غوښتنه وکړي، تمه کیږي چې نن به د صدام حسین له رانسکورېدو راهیسې د حکومت ضد مظاهرو ترټولو لویه ورځ وي.


















