غزل؛ مشرخان ناظر

د غــــره لــمن، نری شمـال، سپینه کیږدۍاو شپېلۍ
د شنو نښترو زمزمې، ستوري سپوږمۍ او شپېلۍ

د جانان یاد، درد او فریاد، بل د مړو اوښکو ډیـــوې
دشبګیرشــپه، د غــم ټپې، ژړا سلګۍ او شپېلۍ

دچا تصویر دې لکه مړی راته پروت پرې ویر کـــړم
ورته کـــــووم د غــم سندرې غـــرنۍ اوشپېلۍ

د عشق جنون، دا تریخ بیلتون او دا یواځې ژونـدون
د ارمــــان چیغې مې راخیــژي له مرۍ او شپېلۍ

زړه مې نادان، حـسن پــرست، په فـــراقت کې دیار
له مانه غـــواړي هره شپه د خوب ګولۍ او شپېلۍ

بیا مشـــــرخان ناظـــر د سوز ډکې نغمې غـــږوي
یواځې ناست، تیاره ماښام، خړه سیلۍ او شپېلۍ

مربوطه مطالب

Back to top button