کابل ټکى کام (شنبه ، ١١ لړم ، ١٣٩٨ل)
د امریکا دفاع وزارت په عراق کې د یو امریکایي عسکر د وژل کېدو خبر ورکړی . “فارس انګلیسي آژانس” د امریکا د دفاع وزارت ديو چارواکي له قوله راپور ورکړی دی چې ياد امریکایي عسکر د عراق په شمالي سیمه “التاجي اډه” کې وژل شوی دی. د امریکا دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل راغلي، دوی ته تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي چې دا عسکر څنګه وژل شوی دی خو په وینا یې، د دوی څېړنې روانې دي. د يادولو وړ ده چې تر دې پېښې دوه ورځې مخکې عراقي رسنیو راپور ورکړی و، چې التاجي کې دامريکايي عسکرو پوځي اډه تر برید لاندې راغلې خو په عراق کې مېشتو امریکایي پوځیانو هغه مهال دا خبر رد کړی و.















