د هند په پلازمینې ډهلي کې د ککړې هوا له امله بېړنی حالت اعلان شوی

کابل ټکى کام (شنبه، ۱۱ لړم ، ١٣٩٨ل)

د هند رسنۍ وایي چې ددې هېواد په پلازمېنې نوي ډهلي کې د هوا د سختې ککړتیا له کبله چارواکي اړ شوي چې بېړنی حالت اعلان کړي.

په نوي ډهلي کې چارواکو د ښوونځیو مسوولینو ته امر کړی چې تر راتلونکې سې شنبې ورځې پورې د ښوونځیو دروازې تړلې وساتي.

دوی د ښوونځیو ماشومانو ته د هوا د ککړتیا ضد ماسکونو په ویشلو پیل کړی.

په داسې حال کې چې په دغه ٢٠ میلیوني ښار کې د هوا ککړتیا خطرناکې کچې ته لوړه شوې روغتیايي مسئولینو هم بېړنۍ حالت اعلان کړی.

نوی ډهلي د نړۍ د خورا گڼ میشته ښارونو څخه دی چې د روانې اونۍ د پیل راهیسې په زهرجن خړ دود کې پټ شوی دی.

په دې ښار کې له جنورۍ میاشتې راهیسې د هوا کيفيت د خرابوالي لوړې کچې ته رسیدلی دی.

روغتیایي کارپوهانو د هوا د زهرجن دود کچه ١٩ ځلې د هغو روغتیایي حدودو لوړه ښودلې چې نړیوال روغتیایي سازمان ټاکلې ده.

هندي چارواکو خپلو مرستندویه بنسټونو ته امر کړی چې اړو خلکو ته مرستې ورسوي، دوی وایي، که تر سې شنبې حالت نورمال نشي؛ یاده موده په نوره هم وغزوي.

مربوطه مطالب

Back to top button