کابل ټکى کام (شنبه ، ١١ لړم ، ١٣٩٨ل)
د روسيې اوترکيې ترمنځ د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه په “سوچي” ښار کې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې د ترکي او روسي ځواکونو له خوا د “فرات سیند” په اوږدو کې په لومړي ځل ګډې ګزمې پيل شوي.
د ترکيې د دفاع وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د ترکي او روسي ځواکونو په هغو سيمو کې ګزمې ترسره کړې چې د ترکي ځواکونو له خوا د “سولې چینې” په نوم په ترسره شويو پوځي عملیاتو کې له کردي وسلوالو نيولې وې.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د سوریې په شمال کې د تل ابیض په سیمه کې د “پي کي کي” او “وای پي جي” وسلوالو ډلو پورې اړوند د بمونو د جوړولو یو مرکز کشف او له منځه یوړل شو، په دې مرکز کې یو ټن “امونیوم نترات” د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي.
د “سولې چینې” د عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې څه باندې ۴۰۰ ماینونونه او بمونه او یو هم د چاویدونکو توکو نه بار موټر کشف او له منځه وړل شوي.
د ترکي او روسي ځواکونو ترمنځ دا ګډې ګزمې د “راس العین” ۴۰ متر ختیځ او د “قامشلي” ۳۰ کیلومتره لویدیځ کې ترسره شوي دي.
د ترکیې او روسیې د ځواکونو دې ګډو ګزمو ۴ ساعته دوام وکړ.















