عراق: لاریونوالو کربلا ښار کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کړی دی

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۳ لړم ، ١٣٩٨ل)

د عراق د حکومت پر ضد د عراقیانو ولسي اعتراضونه دوام لري، عراقي مظاهرچیانو په کربلا ښار کې د ایران پر قونسلګرۍ باندي حمله کړې ده، هلته یې د عراق بېرغ ځوړند کړاو «کربلا آزاده سوه. ایران باید ووځي» شعارونه يې ورکول.

عراقي اعتراض کونکي وايي چي ایران د عراق په داخلي چارو کې مداخله کوي، او باید دا کار ختم کړي، دغه راز عراقي مظاهرچیان وايي چي په عراق کې امریکا او ایران زیات نفوذ لري، او د عراق سیاسي مشران یا د امریکا او یا د ایران مزدوران دي.

د ۲۰۰۳ راهیسې کله چي امریکا پر عراق باندي تجاوز وکړ، دا لومړی ځل دی چي په عراق کې پراخ مدني حرکتونه او مظاهرې جوړېږي، مظاهرچیان د اقتصادي مشکلاتو، په حکومت کي د پراخ اداري فساد، بېکاري، او د حکومت د بې کفایتۍ پر ضد راپارېدلي دي.

که څه هم عراق یو شتمن هیواد دی، خو د سیاسي مشرانو د بې کفایتۍ له وجې عراقیان دې راز اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.

یوه میاشت کېږي چي په عراق کي ولسي اعتراضونه روان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button