پاکستان: د نواز شریف لور او د مسلم ليک “ن” مرستياله مشره له زندانه خوشې شوه

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ١٣ لړم ، ١٣٩٨)

د لاهور يوې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د لور او د پاکستان د مسلم ليک “ن” ګوند د مرستيالې “مریم نواز” د خوشې کېدو غوښتنه منلې او د هغې يې په ضمانت له زاندانه د خوشې کېدو امر کړی دی.

مریم نواز د چوهدري د “شوګر ملز” په قضيه کې د پیسو د مینځلو په تور په زندان کې وه.

د سترې محکمې قاضي “علي باقر نجفي” او د سترې محکمې قاضي سردار احمد نعیم په مشرۍ نن د قاضيانو يوې ډلې دغه پرېکړه کړې.
د يادونې وړ ده مريم نواز د پاکستان په سياست کې فعاله ونډه لري کله چې يې پلار “نوازشريف” په ٢٠١٧م کال کې داداري فساد په تور د محکمې په امر له واکه لري شو; نو مريم نواز د مسلم ليک “ن” د مرستيالې مشرې په توګه ميدان ته راغله.

مربوطه مطالب

Back to top button