غورځنګ
کله چې ټرمپ د امريکا ولسمشر شو نو د طالبانو د ځپلو لپاره يې په دوو اپشنونو کې د جګړې اپشن غوره کړ او جګړې له لارې يې غوښتل طالبان مات کړي، خو ډېر ژر ورته معلومه شوه چې پر افغانانو د جګړې اپشن بېکاره انتخاب دی نو يې د سولې اپشن غوره کړ، خليلزاد يې له سوله ييز ټيم سره د سولې د خبرو لپاره قطر ته د طالبانو دفتر ته راولېږه، تر څو له طالبانو سره د خبرو او مذاکراتو له لارې يوې پايلې ته ورسېږي.
خو دا چې امریکايي حکومت په خپل منځ کې دوه ډوله نظريات لري، چې د يوه نظر لرونکي لوړ پوړي دولتي اشخاص په پوره معنا سوله خوښوي، مګر د بل نظر خاوندان چې دا هم لوړپوړي دولتي چارواکي دي؛ جګړه خوښوي او تل د جګړې پر اپشن ټينګار کوي.
د پورتنيو دوه ډوله نظرياتو د لرونکو تر منځ بيا ټرمپ د ورځې فکر لري، يعنې د هرې ډلې د نظر پله چې درنه شي، نو ټرمپ هم د هماغې نظري ډلې خواته ودرېږي او د هماغې ډلې نظر تائيدوي.
کله چې د طالبانو او ټرمپ د مذاکراتي ټيم خبرې ښې او مثبتې پايلې ته نږدې شوې او د نظر د خاوندانو په وينا د دواړو ډلو تر منځ د سولې لپاره يوه داسې مسوده چمتو شوه چې هر چا ته پکې خپل حقه حقوق سپارل شوي وو؛ کله چې دغه مسوده ټرمپ ته د وړاندې کېدو لپاره امریکا ته وې وړل شوه نو ټرمپ د سولې د بندېدو اعلان وکړ.
دا چې د سولې په دغه مسوده کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل جدي ټکی او هغه د چا خبره سره کرښه وه نو ځکه خو په امريکا د جګړه ييز نظر خاوندانو فکر وکړ چې ګواکې دغه مسوده د امریکا په تاوان او د طالبانو په ګته ده، بل دا چې امريکا په افغانستان کې د ستراتيژيک تړون په نامه په افغانستان کې د دائمي پاتې کېدا لپاره هلې ځلې کړي دي او اوس يې هم کوي. بلخوا بيا د طالبانو له لوري په دې مسوده کې د امریکايي ځواکونو شتون سره کرښه ښودل شوې ده او تر ټولو اړين شرط هم همدا دی چې امريکايي ځواکونه به په افغانستان کې نه وي.
نو دغه ټکی د امريکا د هغې ډلې چې جګړه ييز نظر لري؛ خلاف دی. بل لور ته په امريکا کې په ۲۰۲۰ کال کې شايد ولسمشريزې ټاکنې تر سره شي نو ټرمپ غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې بيا ځل د امريکا ولسمشر شي. نو د دې لپاره چې ټرمپ د جګړې نظر لرونکې امريکايي لوړپوړي چارواکي خوښ وساتي، ځکه يې نو د سولې ور وتاړه او د جګړې لوری يې ونيو، خو بل لور ته بيا ټرمپ پر دې هم ټينګار کوي چې له افغانستان، سوريې او عراق څخه به خپل ځواکونه وباسم او نور د دې وخت رارسېدلی دی چې د امريکا په تاریخ کې تر ټولو لويه جګړه ختمه کړي.
ټرمپ ددې لپاره چې په راتلونکو انتخاباتو کې بريا وګټي نو د دواړو اپشنونو په اړه مشکوک دی، ځکه چې په امريکا کې د دواړو اپشنونو ملاتړي شته، که ټرمپ د جګړې اشن کاروي نو د سوله خوښو ملاتړ له لاسه ورکوي او که چېرته بيا د سولې اپشن خوښوي نو د هغه څوک چې جګړه خوښوي، ټرمپ يې ملاتړ له لاسه ورکوي، ځکه نو ټرمپ د دواړو اپشنونو په انتخاب کې شکمن دی، خو دا مو هم بايد هېره نه وي چې د ټرمپ اوسنۍ هره خبره په راتلونکو ټاکنو کې د بريا لپاره ده، نه خو د جګړې ډېر شوقي دی او نه هم د سولې، يوازې په راتلونکو ټاکنو کې د بريا شوق او ذوق لري، نو ځکه خو د دواړو انتخابونو په اړه لا هم واحد دريځ نه لري.


















