عراقي پوځ: تر دې دمه مظاهرو د 6 ملیارده ډالرو زیانونه اړولي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ لړم،  ۱۳۹۸ل)

د عراقي ځواکونو وياند تورن جنرال عبدالکریم خلف وویل: “د لاریونونو له امله د اقتصاد د په ټپه درېدو له زیان سربیره شاوخوا 6 ملیارد ډالره زيان رسیدلی”

نوموړي وويل چې اردو د سوله يیز لاریون په چوکات کې د ځوانانو د ارادې د بریا ملاتړ کوي.

عبدالکریم خلف د چهارشنبه په ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې موږ پوځ ته لارښوونه کړې چې تاوتريخوالي د مخنیوي لپاره ژوندي مهمات ونه کاروي؛ خو د ملي ګټو او په ځانګړې توګه د تېل لرونکو سیمو ساتنه زموږ لومړيتوب دی.

نوموړي وويل: “موږ د هغو کسانو لپاره دوسیې لرو چې تخریبي کړنې يې سرته رسولي او ځینې یې نیول شوي هم دي.”

د نوموړي په وينا: لاریون کونکي کولی شي خپلو غوښتنو ته د رسیدو لپاره له سوله يیزو لارو چارو استفاده وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button