خوست کې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل)
خوست ښار کې نن ورځ ۱۱:۳۰ بجې په يوه بمي چاودنه کې د ټرافيکو د جواز سير آمر وژل شوی او دياد ولايت د ټرافيکو د عمومي مدير په ګډون يې درې تنه نور کسان ټپيان شوې دي.
د خوست د امنيتي چارواکو رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې چاودنه د خوست ښار په مجاهد څلور لاري کې د ټرافيکو د مدير “رحيم الله عالميار” دسپرلۍ په موټر شوې ده.
په ورته مهال د عامې روغتيا د رياست مرستيال ډاکټر “ګل محمد الدين منګل” رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې دچاودنې له ځايه يو مړی او څلور زخميان د ښار يوه خصوصي روغتون ته وړل شوي دي.
د منګل په وينا په ټپیانو کې درې پوليس او يو ملکي کس شامل دي.
تر اوسه د چاودنې پړه کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستې.



