اسراييلو سوريه کې دايران هدفونه په نښه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل)
د اسراییلو جنګي الوتکو له لبنان او د جولان له غونډيو دسوريې په پلازمينه دمشق هوايي بریدونه کړي.
اسراییلي پوځ ویلي د سوریې پلازمينه “دمشق” کې یې د ایران لسګونه پوځي هدفونه بمبار کړي.
د اسراییلي پوځ په وينا بریدونه یې د “جولان” له غونډيو په خپله خاوره د توغندیو د ویشتلو په غبرګون کې کړي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس “سانا” په سوريې د اسراییلو بریدونه منلي، چې په خبره يې دا بریدونه په پلازمېنه “دمشق” او داسراييلو سره په نيږدې سیمو کې ترسره شوي دي.



