(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۵، سه شنبه)
د بښنې نړيوال سازمان د افغانستان د ملي امنيت ادارې څخه غوښتي چې هغه دوه تنه فعالان ژر تر ژره خوشې کړي چې د لوګر د دولت اړوند ښوونځيو کې يې د جنسي تېريو له پېښو پرده پورته کړې وه.
د بښنې نړيوال سازمان وايي، چې د موسی محمودي او حسان الله حميدي په نوم دغه دوه تنه په لوګر ولايت کې د بشري حقونو فعالان دي او کله چې د تيرې پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې سفير سره ليدو ته ور روان و، د ملي امنيت ادارې له خوا نيول شوي دي.
د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي، د جنسي تيريو په پېښو کې یوه ځانګړې کړۍ ښکيله وه چې پر سلګونو هلکانو يې جنسي تيري کړي او ځينې يې له تيرو وروسته وژل شوي هم دي.
سرچينه زياتوي، دواړو فعالانو ته د لوګر د چارواکو په شمول د ځينو کسانو له خوا ګواښونه کيدل او بالاخره په کابل کې د ملي امنيت ادارې نيولي دي.
څه موده مخکې د لوګر په ښوونځيو کې د کم عمره هلکانو د جنسي ځورونو راپورونه ورکول شول خو د کابل حکومت له خوا رد شول.
د ملي امنيت ادارې او ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان په دغه اعلاميه غبرګون نه دی ښودلی.
د دغه سازمان یوه کمپاينره سميرا حميدي وايي، دغه فعالان ښايي د ملي امنيت اداره کې شکنجه او یا نور بد چلند ورسره وشي.
تر دې مخکې د ګډ حکومت په دولتي، عدلي او قضايي ادارو او آن ارګ کې هم د جنسي ځورونې راپورونه ورکول شوي دی.


















