د جاپان طبي پوهان وايي، دوئ داسې یو نوی طریقه پیدا کړي چې له امله د سرطان په تشخیص په څو ساعتونو کې کیږي.
د ټوکیو مشهور پوهنتون “ميډيکل يونیورسټي ” او “نیشنل کینسر سنټر ” په ګډه یوه تازه څېړنه کې د خطرناکې ناروغۍ سرطان تشخیص کړی، ددې څېړنې څېړونکي وايي، موږ ددې ټیسټ پواسطه معلومه کړه چې د سینو سرطان، د معدې او داسې نورو ځایونو سرطان په اسانۍ معلومولی شو او دغه تیسټ %۹۹ سمه نتیجه ورکړه.
د ټوشیبا کمپنۍ یو ډاکټر وايي، د ټیسټ په وخت کې مو ولیدل چې د سرطان حجرې د مایکرو ار این اې مالیکول څخه په وتلو شروع وکړه، دغه تیسټ د اوس لپاره په یو وړوکي ماشین شوی، دوئ زیاتوي، چې د وینې نمونې ورکولو وروسته په دوه ساعتونو کې نتیجه ورکوي چې سرطان شته یا نشته.
دغه پوهان ددې ماشین په اړه وايي، چې دا ماشین دومره قوي ده چې د سرطان ډول هم درته ښي چې کوم ډول سرطان ده، د دغې کمپنۍ لخوا اوس ددې ماشین په زیاته کچه جوړولو کار روان ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې ددې ماشین بیه به بازار کې په څو وي او یا به کله بازار ته راوزي.
د یادونې وړ ده چې زموږ په هیواد کې هره ورځ په لسهاو کسان په دې ناروغۍ اخته کیږي او د تیسټونو د لوړې بیې له امله تشخیص پاتې کيږي چې بیا وروسته له دې خطرناکې ناروغۍ خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.


















