دایکندي:  عسکر د خپلې پوستې قومندان او دوه نور ملګري وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۵، سه شنبه)

د دايکندي ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې یوه عسکر د خپلې پوستې قومندان او دوه ملګري وژلي، خپله يې طالبانو ته ځان رسولی دی.

پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د سنګ شيخ سيمې په سره پوسته کې رامنځته شوې ده.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالیږلې خبرپاڼه کې د دغه بريد مسؤوليت منلی زياتوي بريد کوونکی پوليس په دولتي لیکو کې د دوی نفوذي و چې په یاده پوسته کې يې قومندان عمر شاه او دوه نور پوليس وژلي دي.

خبرپانه کې راغلي، له پيښې وروسته بريدګر په یاده ولسوالۍ کې نږدې د طالبانو ليکو ته ورغلی او له ځآن سره يې دوه ميله وسلې هم وروړي دي.

تيره اوونۍد افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې يا سيګار په یوه راپور کې ويلي و په وروستيو کې په افغان پوځ کې داخلي بريدونه زيات شوي چې له کبله يې د عسکرو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د سيګار په راپور کې راغلي، د روان کال په جون او اګست مياشت کې ۳۰ داخلي بريدنه ترسره شوي زیاتوي چې دغه شمېر د همدې کال د لومړيو درې مياشتو په پرتله داخلي بريدونه دوه برابره زيات شوي دي.

طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي چې د افغان پوځ په ليکو کې يې لسګونه نفوذي کسان ځای پرځای کړي او له موقع څخه په استفادې به پر بهرنیو او دولتي ځواکونو، چارواکو او منسوبینو بريدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button