ترکيه وايي دعراق شمال کې يې ګڼ شمير کردي وسلوال وژلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

ترکیه وايي ځواکونو يې د عراق د شمال په “هاکورک” سیمه کې د پي کي کي دوسلوالې ډلې لس تنه جنګيالي وژلي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ځواکونو يې هغه مهال کردي وسلوال په نښه کړل چې د عراق د شمال د “هاکورک” په سیمه کې راټول شوي وو او په ترکيې يې دبريدونو هوډ درلود.

چې دترکيې دهوايي ځواکونو له خوا په نښه او له منځه يو وړل شول.

دترکيې دولسمشر وياند په يوه خبري ناسته کې ويلي دعراق په شمال کې به خپل عمليات ترهغو روان ساتي چې په ترکيه دکردي وسلوالو دبريدونو مخه ونيول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button