نیویارک ټایمز: د کابل ادارې ملي امنیت د خلکو د شکنجه کولو وحشتناکه سابقه لري

کابل ټکى کام (چهارشنه، ۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، په کابل کې د امریکا سفیر جان باس د افغانستان د ملي امنیت «شوروي ډوله تاکتیکونه» وغندل.

جان باس تیره شپه وروسته ترهغه دا غبرګون وښود چې د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د جنسي ځورونو رابرسېره کونکي مدني فعالان دملي امنیت له لوري ونیول شول، او په جبري ډول ترې اعترافونه واخیستل شول.

نیویارک ټایمز د بشري حقوقو د څار د ادارې څېړنکارې ګوسمان له خولې لیکي، د افغانستان د ملي امنیت اداره د بندیانو سره په خشن، شډل چلن، تعذیبونو او شکنجو کې شهرت او سابقه لري.

ټایمز وړاندې علاوه کوي، د جان بس لخوا په عام محضر کې د کابل د حکومت داسې سخت سرزنش د دپلوماتیکو نرمونو سره څرکنده خدای په اماني ده. دغه راز د اشرف غني لخوا د افغانستان د استخباراتو رټل هم بې سابقه دي.

نیویارک ټایمز د جرمني سفیر او ملګرو ملتونو غبرګونونه هم راخیسي چې دوی د ملي امنیت اقدامات «شرم آوره» بللي، همدارنګه یې پر لويي څارنوالي ږغ کړیدی چي د جنسي آزار دا قضیه دي پوره وڅېړي.

دې ورځپاڼې دهغې ویډیو یادونه هم کړې چې ملي امنیت نشر کړې او زیاتوي، په دې ویډیو کې ښکاري چې د ښاغلي موسی محمودي او احسان الله حمیدي څخه په زوره او جبر اقرار اخیستل سوی، او هغوی دشکنجې له امله تغییر ښکاري.

تیره اوونۍ د لوګر په مکتبونو کې د جنسي ځورونو په اړه ځینې فعالانو یو شمېر پارؤنکې څرګندونې وکړې، چې هیواد په داخل او خارج کې یې غبرګونونه راوپارول.

له دې ادعاوو وروسته ملي امنیت د دې پیښې رابرسېره کونکي فعالان ونیول او له خپلو ادعاوو څخه یې د صرف نظر په پار شکنجه او جبري اعترافات واخیستل.

مربوطه مطالب

Back to top button