پاکستان: اپوزیسيون ګوندونو هيواد کې د بيا ټاکنو غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

پاکستان کې د اپوزيسيون ګوندونو په یوې ګډې مطبوعاتي غونډه کې غوښتنه کړیده چې له بحران څخه د هيواد د راوستلو یواځینۍ لاره له وخت وړاندې ټاکنې دي.

له هغه وروسته چې سترې محکمې د پوځ د لوی درستیز د کاري مودې د غځولو په اړه د صدراعظم امر وځنډاوه، اپوزيسيون ګوندونو دا غوښتنه مطرح کړې ده.

د جمعیت العلما اسلام گوند مشر مولانا فضل الرحمان مطبوعاتي غونډې ته وویل: ” ټول سیاسي گوندونه د عمران خان استعفا او د پوځ د مداخلې نه پرته د بیا ټاکنو غوښتنه کوي.

د پاکستان د پیپلز گوند مشر بلاول بهټو په خبره:” عمران خان ولس نه دې ټاکلی. مونږ د بل چا لخوا د ټاکل شوي کس صدراعظمي نه منو. موږ بيا پاک او شفاف انتخابات غواړو.”

د یادونې وړ ده چې دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ستره محکمه د پاکستاني پوځ د مشر د کارې مودې د تمدید په اړه د لومړي وزیر پریکړه ځنډوي.

مربوطه مطالب

Back to top button