کابل ټکى کام (پنجشنه، ۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
چین د تېر په څېر یو ځل بیاله افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکاریو او مرستو ته خپله ژمنتیا ښودلې ده.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون ویلي دوی په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسېږي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي.
دده په وینا چین د افغانستان دایمي پرمختګ ته ژمن دی او دې ته لېواله دی چې په خپلو سیمه ییزو لویو پروژو کې افغانستان شریک کړي.
نوموړي دا هم ویلي چې چین د افغانستان د سولې په پروسه کې همکار دی او د بین الافغاني مذاکراتو د پيلدو لپاره هڅه کوي.
چین تر دې وړاندې هم په افغانستان کې په بیلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کړي او دلا زیاتو ژمنه یې کړې ده.
یاده دې وي، چین دامهال د یو بین الافغاني کنفرانس په جوړېد کار کوي، ټاکل شوې راتلونکو دوو اونیو کې د دواړو جانبینو《طالبانو او امریکایانو+افغان حکومت》له توافق وروسته دا کنفرانس دائر شي.


















