بنګله دیش کې محکمې د جماعت مجاهدين ډلې۷ غړو ته د مرګ سزا واوروله

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

په بنګله دیش کې له وسلوالو ډلو سره د مبارزې ځانګړې محکمې د بنګله دیش د جماعت مجاهدین ګوند اوو تنو غړیو ته دپلازمينې ډاکې په رستورانتونو د بريدونو د پلان په جرم د مرګ سزا اورولې ده.

د ۲۰۱۶ م کال د جولای په لومړۍ نیټه د دغې جهادي ډلې پنځو غړیو د پلازمينې ډاکې په یو رستورانت باندې بريد کړې وه او ګڼ شمیر کسان یې د ۱۲ ساعتونو لپاره یرغمل کړي و.

چې د پيښې په ترڅ کې د دغو کسانو له ډلې ۲۲ کسان ووژل شول چې ډیر یې بهرني وګړي و.

په وژل شویو کسانو کې یو د امریکا، اوه تنه د جاپان، نهه تنه د ایټالیا او یو یې د هند وګړي شامل و.

مربوطه مطالب

Back to top button