کندهار: ژېړۍ ولسوالۍ کې دترافیکي پیښې له امله اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکى کام (پنجشنه، ۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالي کې د دوو موټرونو د ټکر له امله اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ژېړۍ ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د فیلډر او لوکسل موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي او څلور نور سخت ټپیان دي چې د یادې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کندهار حکومتي چارواکو د ټپیانو د روغتیایي حالت په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو د پېښې علت د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

د کابل _ کندهار لویه لار یوه له هغو ده چې هره ورځ، او یا یوه ورځ باد پرې ترافیکي پیښې رامنځته کېږي، او لسګونه مسافر پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button