کابل ټکی کام (جمعه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل)
د عراق لومړي وزير “عادل عبدالمهدي” په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې له خونړيو لاريونونو او تاوتريخوالي وروسته غواړي چې پارلمان ته خپله استعفا وړاندې کړي.
نوموړي نن دا پرېکړه وروسته تر هغه وکړه. چې د عراق شيعه مذهبي مشرانو له لومړي وزير څخه د اعتماد دبيرته اخيستلو ګواښ وکړ.
د عراق د لومړي وزير “عادل عبدالمهدي” له دفتره رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي (زه به دعراق د پارلمان محترمو غړيو ته خپله استعفا وړاندې کړم، تر څو د پارلمان غړي وکولای شي، د هېواد د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي.)
نوموړي ويلي، د عراق د شيعه مذهبي مشرانو له غوښتنې وروسته له خپلې دندې استعفا ورکوي.
ديادونې وړ ده چې په عراق کې د شيعه ګانو تر ټولو ستر مشر مذهبي “ايت الله علي سيستاني” نن د جمعې د خطبې پر مهال پر پارلمان غږ وکړ، چې په هېواد کې د روان تاوتريخوالي له امله له لومړي وزير څخه د اعتماد رايې بېرته واخلي.
د سيستاني وياند “سيد احمد الصافي” نن په کربلا کې د هغه ليکل شوې وينا خلکو ته اورولې او په دغه وينا کې د پارلمان له غړو غوښتل شوي چې د هېواد وضعيت ته په کتو د لومړي وزير عادل عبدالمهدي حکومت سلب صلاحيت کړي او په عراق کې د روان تاوتريخوالي، ګډوډيو او وينې تويدو مخه ونيسي.
ياده دې وي له تېرو دوو مياشتو راهيسې د پلازمېنې بغداد په شمول په ټول عراق کې د حکومت په وړاندې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې روانې دي او د دغو مظاهرو پر مهال تردې دمه ۴۰۸ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي.
















