د بريتانيا پوځ د مالي ستونزو سره لاس او ګریوان دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د بريتانيا د پوځ د لوی درستیز جنرال “نیک کارټر” په غوښتنه پوځي قومندانانو تېره اونۍ بیړنۍ غونډه کړې ده.
د پوځ قومندانانو په دې غونډه کې د راتلوونکي کال لپاره د پوځ په بودیجه کې د یو میلیارده پونډ د زياتولو په اړه خبرې کړي دي.
بريتانيا کې د پوځي چارو د شنونکو په اند د پوځ بوديجه له کمښت سره مخ ده او نه شي کولی چې د اف ۳۵ ډوله نوي ماډل الوتکې واخلي.
د کارپوهانو په اند چې په دفاعي بودیجه کې د کمښت د دوام په صورت کې به د بريتانيا پوځ اړ وي چې ځینې الوتنې او د مرستندویه کښتیو سفرونه لغوه کړي.
له بل لوري د بريتانيا رسمي خبري آژانس ويلي دي چې د لومړي وزیر “بوریس جانسون” د پوځي چارو سلاکار “دومینیک کومینګ” د دفاعي بودیجې په اړه په څيړونو پیل کړی دی هغه په پام کې لري چې په ځیني پوځي مصرفونو باندې بنديز ولګوي.
بريتانيا په پام کې درلودله چې د ا مریکا څخه ۴۸ نوي پرمختللې الوتکې واخلي؛ خو په پوځي بوديجه کې دکمښت له امله يې تراوسه يواځې ۱۷ الوتکې ترلاسه کړي دي.



