د نوماندانو شورا یوځل بیا دملي مشارکت حکومت جوړولو طرحه وړاندې کړه

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۳ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د نوماندانو شورا یو ځل بیا د ملي مشارکت تر عنوان لاندې د حکومت جوړولو وړاندیز کړی دی.
دې شورا په خپله طرحه کې زیاته کړې ده چې له روان بحرانه د وتلو لپاره دې د دوی طرحه تر کړکیچ وړاندې ژر تر ژره عملي شي.
یادې شورا نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان ته په اشارې ویلي چې په تېرو ټاکنو کې درغلۍ شوې دي او اعلان شوې پایلې د هېواد لپاره ګواښونکې دي.
دوی عدلي او قضایي ارګانونو ته هم د هغو کسانو پر معرفي کېدو ټینګار کړی دی چې په درغلیو کې لاس لري.
د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې له نږدې درې میاشتو کړکېچونو وروسته څلور ورځې مخکې اعلان شوې چې د مخکښو نوماندانو توند غبرګونونه یې راوپارول.


