احمد ولي مسعود: دلته هرڅه د بهرنيانو په اشاره ترسره کيږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د کمېسيون له لوري د ټاکنو د لومړيو پايلو له اعلان وروسته د ولسمشريزو ټاکنو نوماند احمدولي مسعود په خپل غبرګون کې ويلي دي، چې دلته هر څه زمونږ نه بلکې د بهرنیانو په واک کې دي.

د ښاغلي مسعود په خبره په افغانستان کې جنګ، سوله او ټاکنې، بلکې هرڅه تر موږ پورې تړاو نه لري، بلکې دا هر څه د بهرنیانو په لاس کې دي، که زموږ په واک کې وی نو اوسنی حالت به نه و.

احمد ولي مسعود چې د ټاکنو کمیسون له لوري اعلان شویو لومړنيو پایلو کې یې یوه سلنه رایه هم نه ده وړې، بلکې په ټول هیواد کې یې ۰.۲۳ سلنه رایې ترلاسه کړي، د ټاکنو کمیسون له لوري د پایلو اعلان نه مني او زیاتوي چې دا هر څه د بهرنیانو له لوري ترسره کیږي.

د يادونې وړ ده، چې مسعود داسې مهال د افغانستان په هره مهمه موضوع کې د بهرنيانو له کليدي رول څخه پرده پورته کوي، چې تر نوموړي وړاندې ځینو نورو نوماندانو، څیړونکو او سیاسیونو هم د ټاکنو په اړه د یو شمیر هیوادونو د سفیرانو څرګندونې او له ټاکنو کمیسون څخه لیدنې غیر مناسبې بللې وې.

مربوطه مطالب

Back to top button