کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
نن چهارشنبه ناوخته د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري د شکايتونو د ثبت پيل شوې پروسه پای ته ورسېده، د کمېسيون مسؤلین وايي، نږدې ۱۰ زره ټاکنیز شکایتونه یې ثبت کړي دي.
د دغه کمېسیون یوه کمېشنر محمد قاسم الیاسي نن چهارنشنبه د (مرغومې پر ۴مه نېټه) رسنيو ته وویل، چې دغه شکایتونه د ډاکټر عبدالله، اشرف غني، ګلبدین حکمتيار او رحمت الله نبیل ټاکنیزو ټېمونو له دوی سره ثبت کړي دي.
د نوموړي په خبره په دې شکايتونو کې نږدې دوه زره په مرکزي دفتر کې او پاتې نور په ولايتي دفترونو کې ثبت شوي دي.دغو شکايتونو کې ۳۷۶۱ د دولت ساز ټاکنیز ټيم او شاوخوا ۴ زره د ثبات او همپالنې ټيم ثبت کړي دي.
د شکایتونو ثبتولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته به د شکایتونو ارزول پيل شي چې شااوخوا ۴۰ ورځې وخت به ونيسي.
د يادونې وړ ده، چې ځينې شنونکو لا له وړاندې داسې وړاندوينې کړي دي، چې د شکايتونو د ارزولو له امله د ټاکنو فيصدي کې بدلون راتلی شی او ښايي ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي.


















