غورځنګ
له کومې ورځې چې د انتخاباتو کميسيون د انتخاباتو لومړۍ پايلې اعلان کړي او ولسمشر غني يې پکې ګټونکی اعلان کړی، ورسره سم د شکاياتو کميسيون ته د ورځې د زرګونو او لس زره ګونو شکايات جمع کېدل هم پيل شوي، دغه شکايات د د مختلفو هغو کانديدانو د ملګرو او همفکرو خلکو دي، کوم چې د ټاکنو په لومړنيو پايلو کې ناکام بلل شوي. او دغه کانديدان ادعاوې کوي چې په انتخاباتو کې د ولسمشر غني د ټيم لۀ لوري مستقيمه مداخله شوې او په لوی لاس درغلۍ پکې شوي ځکه نو د انتخاباتو دغه ډول پايلې ناکامو بلل شويو کانديدانو او ملګرو ته يې د منلو وړ نه دي چې په وينا یې په دې اړه يې د شکاياتو کميسيون ته د ورځې په زرګونو او لس زره ګونو شکايات جمع کړي او دا پروسه اوس هم جريان دي. بل لورته د شکاياتو کميسيون هم تائيدوي چې د ورځې زرګونه شکايات ورته جمع کيږي. او دغه شکايات د ولسمشر غني پر ملاتړو تور لګوي چې ګواکې د ټاکنو په درغليو کې لوی لاس لري. نو له دې امله کېدای شي د انتخابات بې پايلې لغوه شي او دوهم پړاو انتخابات به تر سره شي.
خو د شنونکو پر باور د شکاياتو کميسيون ته د ناکامو کانديدانو د ملاتړو له لوري د شکاياتو جمع کېدل به هيڅ ګټه ونه لري او دغه جمع شوي شکايات به هسې عبس لاړ شي. ځکه چې هر څۀ مخکې لۀ مخکې امريکايانو برابر کړي او د کابل ادارې لپاره مشر لا له وړاندې په امريکايي سفارت کې جانباس او جنرال ميلر ټاکلی او په دې اړه يې پۀ نوموړي سفارت کې ښۀ غور او فکر کړی.
کۀ څۀ هم انتخاباتي کميسيون د ټاکنو د لومړنيو پايلو پۀ ترڅ کې ولسمشر غني ګټونکی اعلان کړ، خو جانباس په خپله اعلاميه کې وويل چې اعلان شوې پايلې نهايي نه دي بلکې نهایي پايلو ته به منتظر اوسو! کۀ د جانباس خبرو ته ژور نظر وکړو نو معلوم به شي چې انتخابات دويم پړاو ته ځي او دويم پړاو به راتلونکی پسرلی په داسې حال کې وي چې يوۀ لور ته به د طالبانو پراخ تهاجمي بريدونه پۀ زور او شدت سره روان وي او بل لور ته به د کابل ادارې ټوله نظامي عمله به د طالبانو تر بريدونو لاندې وي.
د جانباس لۀ خبرو دا هم څرګنديږي امريکا کېدای شي دا ځل د انتخاباتو له جنجالي پايلو لاس په سر شي او يو ځل بيا دوه سرې يا هم څو سرې اداره رامنځته کړي او د واک د اداګرو تر منځ دا ځل هم واک ووېشي.
نو ځکه وايو چې شکاياتو کميسيون کې د شکاياتو ثبتول او جمع کول به هيڅ ګټه ونه لري بلکې هغه څۀ به کيږي کوم چې امريکا ته خوښ وي.


















