(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۲، پنجشنبه)
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د ۲۰۱۸م کال په پرتله په ۲۰۱۹م کال کې د پنبې په حاصلاتو او د شاتو په تولید کې زياتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په ۲۰۱۸م کې د پنبې د توليد کچه ۵۷زره او څلور سوه پنځوس ټنه وه خو په ۲۰۱۹م کې بيا د پنبې حاصلات ۷۳زره او يو سل نولس ټنه رسيدلي دي.
د رستمي په وينا، د پنبې په حاصلاتو کې لومړی بلخ، بيا هلمند، درېيم کندز بيا ننګرهار او بغلان هغه ولايتونه دي چې په ترتيب سره يې د پنبې زيات حاصلات ورکړي دي.
نوموړی زياتوي، سږ کال د اوولس ولايتونو په (نهه څلويښت زره او درې سوه اوولس) هکتاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه.
همدا راز د کرنې وزارت وياند وايي، چې په ۱۳۹۸ل کال کې د تير کال په پرتله د شاتو توليد زيات شوی زياتوي په افغانستان کې د شاتو کاروبار او د مچيو ساتنه هم ډيره شوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هيواد کې دغه کاروبار د غوړيدو په حال کې دی خو په ځانګړي ډول په بدخشان کې يې د تير په پرتله د شاتو توليداتو کچه ۳۸۳ ټنو ته رسيدلې چې شپيته فيصده زياتوالی ښيي.
اکبر رستمي وايي، په هرات، بلخ، تخار، بادغيس، باميانو کې دغه کاروبار ډير شوی خو په وينا يې بدخشان یوازينی ولایت دی چې د شاتو مچيو ۵۹۰ لوی او واړه فارمونه پکې فعال دي.


















