(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۲، پنجشنبه)
له تيرو څلورويشت ساعتونو راهیسې دا پنځم ځل دی چې په افغانستان د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو سترې پوځي اډې توغنديز بريدونه ترسره کېږي.
هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، دغه توغندي د پوځي اډې په داخل کې د بهرنيو ځواکونو استوګن ځایونو ته نږدې لګيدلي دي.
طالبان وخت ناوخت پر دغه پوځي مرکز توغنديز بريدونه کوي چې بهرنيو عسکرو ته پکې تلفات اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې تلفات پټ ساتي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټرليکلي، له تيرو څلور ويشت ساعتونو راهيسې طالبانو پر یاده پوځي اډه څلور ځلې توغنديز بريدونه کړي چې بهرنيانو ته يې تلفات اړولي دي.
د ښاغلي مجاهد په وينا:” . ټول توغندي دننه په اډه کې په مهمو اهدافولګیدلي او اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي “.
د پروان امنيتي مسؤولين پر ياده پوځي اډه د طالبانو بريدونه تاييدوي خو په دغه بريدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو هم په دغه بريدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.


















