سوريه: په مدرسه توغنديز کې د پنځو کوچنيانو په شمول نه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۲، پنجشنبه)

د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، چې د دغه هيواد ادلب ولايت په شمال غرب کې توغنديز بريدونو کې د ماشومانو په شمول نهه ملکيان وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، د اسد رژيم هوايي ځواکونو د ادلب په شمال غرب کې پر یوه ديني مدرسه توغنديز بريدونه کړی چې په ترڅ کې يې د پنځو کوچنيانو په شمول نهه ملکيان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د دغه څارونکې ډلې مشر رامي عبدالرحمن د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، په يادو بريدونو کې پنځلس تنه نور ټپيان شوي هم دي.

دوه ورځې مخکې د سور صليب نړيوالې ادارې مسؤولينو د روسيې رسنيو ته ويلي و چې د سوريې په جګړه کې له تيرو نهه کلونو راهيسې تر پنځوس زره زيات کسان وژل شوي، شل زره لادرکه او لکونه نور له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button