یمن: د حوثیانو په برید کې سلګونه افریقایي کډوال وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ ثور، ۱۴۰۱ل)

له یمن ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد هیواد په “مرزي الرقو” ولایت کې حوثي وسله والو د افریقایي کډوالو پر یوه پنډغالي برید کړی، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ اوښتې ده.

د یمن د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تر برید وروسته په پنډغالي کې پراخه اور لګیدنه رامنځته شوې او د کډوالو سلګونه خیمې پکې سوځیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵۰ کډوال وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

که څه هم یمن کې د حوثیانو مقاومتي غورځنګ تر اوسه د یادې پېښې په تړاو؛ څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د یمني حکومت او د سعودي په مشرۍ د عربي ائتلاف دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button