د متحده عربي اماراتو حاکم خلیفه بن زاید ومړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ ثور، ۱۴۰۱ل)
د متحده عربي اماراتو د دولت رییس شیخ خلیفه بن زاید النهیان له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۳ کلنۍ په عمر ومړ.
نوموړی ۱۹۷۱م کال کې د متحده عربي اماراتو له تاسیس راهیسې دویم ولسمشر و.
هغه په ۲۰۰۴ م کال کې د خپل پلار شیخ زاید تر مړینې وروسته دغه دنده په غاړه اخیستې وه.



