کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ ثور، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت نن د وزیرانو شورا تر تصویب او د اسلامي امارت د زعیم شیخ هبت الله اخندزاده تر تاییدي وروسته د ۱۴۰۱ مالي کال ملي بودجه چمتو او اعلان کړې ده.
مالیې وزارت ویلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال ملي بودجه ټولټال۲۳۱ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۰۳ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودجه ده.
د دغه وزارت په خبره، د روان مالي کال ملي بودجه په بشپړ ډول له خپلو کورنیو عوایدو څخه ترتیب شوې او بهرنی مالي ملاتړ نه لري.
یاد وزارت زیاته کړې ده چې ده په تصویب شوې بودیجه کې ۴۴ مېلیارده افغانۍ کسر شته؛ خو د اسلامي امارت به د منظم مالي پلان له مخې د همدې بودجې پر اساس د کال تر پایه خپلو موخو ته ورسېږي.


















