کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ ثور، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د متحده عربي اماراتو عالي شورا محمد بن زاید النهیان د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه ټاکلی دی.
شیخ محمد بن زاید د متحده عربي اماراتو د نخبګانو قواوو کې دنده ترسره کړې ده، تر هغه وروسته د عسکري پیلوټ په توګه په هوایي ځواکونو کې شامل شو او د رتبو په تدریج کې د مسلحو ځواکونو د سر اعلی قومندان د مرستیالۍ دندې ته رسېدلی دی چې د نوموړي د ورور تر ناروغۍ وروسته د اماراتو ټول مسوولیتونه ورسپارل شوي او ټول مسوولیتونه یې په بریالۍ توګه ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې، د متحده عربي اماراتو عالي شورا د نوموړي تېرې کړنې ستایلې دي او هغه یې د نوي ولسمشر په توګه ټاکلی دی.
۶۱ کلن شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د العین په ښار کې زېږدلی دی او خپلې لوړې زده کړې یې د بریتانیا د عسکري علومو سانډ هېرسټ اکاډمي کې ترسره کړې دي.


















