د پاکستان سیاسي کړکیچ؛ عمران خان وایي اسلام اباد ته د خلکو تلونکی سمندر به ټول لاهو کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ ثور، ۱۴۰۱ل)

د پاکستان پخواني لومړي‌ وزیر او د حکومت مخالف تحریک انصاف ګوند مشر “عمران خان” په خپلو تازه څرګندونو کې ګواښ کړی، چې که د ټاکنو نېټه اعلان نه شي، نو اسلام اباد ته د خلکو روان سمندر به ټول لاهو کړي.‌

نوموړي چې تیره شپه یې د خیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د خپلو پلویانو یې یوې سترې غونډې ته خبرې کولې پر خپلو ملاتړو غږ وکړ،  چې د مې میاشتې په وروستیو کې د اسلام اباد پر لور لاریون ته چمتووالی ونیسي.‌

عمران خان دغه پلان شوي لاریون ته د “ازادۍ لاریون” نوم ورکړی او ویلي یې دي‌ چې ۲ میلیونه کسان به اسلام اباد ته بیایي.‌

نوموړی چې د پارلمان لخوا له بېواکه کېدو راوروسته د پاکستان مختلفو ښارونو کې غونډې جوړوي، او ټاکلې په دې لړ کې نن (شنبه) سیالکوټ کې خپل پلویان راغونډ کړي.

د پاکستان مخکیني‌ لومړي وزیر د مردان غونډه کې یو ځل بیا د ده ګوښه کېدو لپاره امریکا ته د منسوبې توطیې یادونه وکړه او زیاته یې کړه “موږ د امریکا غلامان او نوکران نه یو.”

عمران وايي‌، چې کله پر دې توطیه خبر شو نو د “هغو خلکو” خوا ته ورغی چې دا دسیسه یې شنډولی شوه،‌ او هغوی ته یې وویل چې که توطیه بریالی شي،‌ اقتصاد به د تباهۍ پر لور ولاړ شي.‌

عمران خان ادعا وکړه چې توطیه کې ټول ښکېل کسان پېژني او یو یو به ولس ته ور وپیژني.

مربوطه مطالب

Back to top button