د اوکرایین جګړه؛ ولسمشر زلینسکي وایي د جګړې پای ته رسولو لپاره پوتین سره خبرو ته چمتو یم

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

اوکراین ولسمشر ولاديمير زلېنسکي ويلي، سره له دې چې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرو ته هيڅ لېوالتيا نه لري، خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره دا کار هم کوي. زلېنسکي ويلي، ځينې مسايل شته چې بايد د روسيې له ولسمشر سره پرې خبرې وشي. ده زياته کړې، چې دی او د اوکراين خلک له پوتين سره خبرو ته ډېر لېواله نه دي خو په وينا يې چې له عيني حقيقتونو بايد سترګې پټې نه شي. د زلېنسکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ماريوپول ښار تر نيولو وروسته د اوکراين پر ختيځو سيمو د روسيې بريدونو زور اخيستی دی. چارواکو تېره اونۍ ويلي وو چې روسيه په لوهانسک او دونباس کې داسې جګړه پيل کړې، لکه چې غواړي هر څه له منځه يوسي.

مربوطه مطالب

Back to top button