کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
له پاکستانه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې تیره شپه د پلازمینې اسلام اباد په تر ټولو خوندي سیمه “ډي چوک” کې د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ نښتې شوي او ځینې کسان په کې ټپیان شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پخواني لومړي وزیر “عمران خان” ملاتړو هڅه کوله په دې حساسه سیمه کې د پارلمان ودانۍ، ولسمشرۍ ماڼۍ او د لومړي وزیر دفتر ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې او په شا یې تمبولي دي.
په ورته مهال د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند ته نږدې سرچینې وایي، چې پخوانی لومړی وزیر او زرګونه ملاتړي یې تیره شپه “ډي چوک” ته رسیدلي او عمران خان په خپله وینا کې حکومت ته شپږ ورځې وخت ورکړی، چې پارلمان دی منحل کړي او راروانې جون میاشتې کې دی د نویو ټاکنو نیټه اعلان کړي.
عمران خان ګواښ کړی که حکومت یې یادې غوښتنې ونه مني لکونه خلک به راټولوي او یوځل بیا به اسلام اباد ته ورځي.


















