کابل ټکی کام (شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د چیچنیا ولسمشر او د د ولسمشر پوتین نږدې ملګري او متحد رمضان قدیروف خبرداری ورکړی دی چې تر اوکراین وروسته د پولنډ وار دی.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین کار نور خلاص دی او تر دې بریا وروسته به پولنډ سره هم حساب کوي.
قدیروف پولنډ ته ګواښ کړی دی چې که چېرته تر اوکراین وروسته امر ورته وشي نو د شپږو ثانیو په لړ کې به ورته وښیي چې ماهیت یې څه دی.
پولنډ پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته له کییف سره پام وړ پوځي مرسته کړې ده او څو ورځې وړاندې د پولنډ ولسمشر کېیف ته سفر هم کړی و.
نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې نن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکې، ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له پوتین سره خبرو ته چمتو دی.


















