کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د کابل ښار د ۸۹ مسیرونو ترانسپورټي چارو په يوې نوې طرحې د تنظیمولو خبر ورکړ.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ويلي، چې دغه وزارت په پام کې لري، څو د کابل ښار د ۸۹ بېلابېلو مسیرونو ترانسپورټي چارې د ښاري ترانسپورت د طرحې له مخې ډېر ژر پیل او تنظیم کړي.
اوس مهال د کابل ښار ترانسپورتي چارې غير منظمې دي، چې ښاريان ورسره په مشکل کې اخته دي.
د کابل ښار يو تن اوسېدونکی ناصرخان وايي، که د ياد وزارت دا پلان عملي شي، نو عامو خلکو ته به دفاترو او کارځايونو ته په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته شي او دغه چاره به د دې لامل شو چې په رش او موټرو بیروبار له امله د خلکو وخت ضايع نه شي.


















