کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، ډ نړۍ لسګونو اقتصادپوهانو له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ آزاده کړي.
نړيوالو اقتصادپوهانو ويلي، چې په اوس وخت کې افغانستان له سخت اقتصادي فشار سره مخ دی او د امریکا او نړۍ مسوولیت دی چې ددغه هېواد ترینګلي وضعیت ښه کولو لپاره لاس په کار شي.
اقتصاد پوهانو خپل ليک د امريکا خزانې وزارت ته لېږلی، چې د ځينو هېوادونو د اقتصاد پخواني او اوسني وزیران هم پکې شامل دي او ددې غوښتنه يې کړې چې «امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي».
په ليک کې راغلي، که د افغانستان د مرکزي بانک شتمني ازاده نه کړاي شوه؛ نو دغه هېواد به له ناورین سره مخ، اقتصادي فعالیتونه به نه شي ترسره کولی.
اقتصاد پوهانو ويل، امریکا د دې حق نه لري چې پر افغانستان اقتصادي فشارونه دوامداره وساتي.
راپور زياتوي، ددې لیک په استوونکو اقتصادپوهانو کې د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې دوه ګټونکي هم شامل دي.


















