اسلامي امارت: تېر کال مو له لاسته راوړنو ډک و

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت مرستیال ویاند “بلال کریمي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې تېر کال مو له لاسته راوړنو ډک و.
نوموړي زیاته کړې:« د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته په هېواد کې سرتاسري امنیت ټېڼګ شو، د اشغال ټغر ټول شو او په ورته وخت کې هېواد کې یو مزکري پیاوړی نظام رامنځته شو،چې د قدرت جزیرې یې له منځه یوړوې. مذهبي او ژبنیو تفرقو مخه ونیول شوه.»
د کریمي په خبره، خپلسري او له واک ناوړه استفاده، بډې اخېستنه او پراخ رشوت هغه څه ول، چې د خلکو ژوند یې ننګولی و او د له منځه وړلو غوښتنه یې کیده او په خبره یې دا غوښتنه دوی پوره کړې.
کریمي زیاتوي:« په ورته خت کې د رشوت، زور، ظلم او غصب مخه ونیول شوه او ټول عواید له هېواد څخه په شفاف ډول راټولېږي.د دې په نتجیه کې تاسو پوهېږئ،چې اسلامي امارت په لومړي ځل په حیرانوونکې توګه، په داسې چې هېواد له بندیزونو او جګړې هم راوتلی وه او ګڼې نورې ستونزې ورته متوجې وې، خو بیا هم اسلامي امارت وکولای شو،بې له دې چې پر بهرنیو مرستو اتکاء وکړي، له خپلو داخلي عوایدو یې بودیجه بشپړه او چمتو کړه.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت بیا بیا له نړیوالو سره د ښو اړیکو ویلي، خو نیوکې دي،چې اسلامي امارت په تېر یوه کال کې نړیوال رسمیت پېژندلو کې پاتې راغلی دی.
د ویلو ده چې د افغانستان اسلامي امارت په تېر یو کال کې ډیرې لاسته راوړنې لري؛ خو د نجونو د زده کړو پر وړاندې بې غورې هغه لویه ننګونه ده،چې نړۍ سره یې د افغان دولت اړیکې اغیزمنې کړي دي



