د ارمنستان او اذربایجان تازه نښتې؛ درې ارمنستاني پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د ارمنستاني او اذربایجاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پر ګډه پوله یوځل بیا نښتې شوې دي.

‏ د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې نښتو کې درې ارمنستاني پوځيان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په لومړيو کې هم د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې چې په پایله کې یې ۲۸۶ تنه وژل شوي وو.

په ورته مهال د اذربایجان دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ارمنستاني ځواکونو تورن کړي چې له پولې ور اوښتي او د دوی د ځواکونو په سنګرونو یې بریدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button