امريکا له اوکرايين سره د ۱،۱ ميليارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کوي
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، امريکا په يوه تازه اقدام کې له اوکرايين سره د ۱،۱ ميليارد ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې اعلان وکړ.
په دې مرسته کې به د هغه ۱۸ پرمختللو راکټي سيستمونو او د بې پيلوټه الوتکو ويشتلو وسلې بوديجه هم شامله ده.
سپينه ماڼۍ وايي، دا مرسته د دې لپاره کوي چې د روسيې په مقابل کې اوکرايني ځواکونه لا ځواکمن کړي.
د معلوماتو له مخې، له کله راهیسې چې روسيې پر اوکراين بريد کړی، له همغه وخت راهیسې تر اوسه امريکا اوکراين ته د ۱۷ ميليارده ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کړې.


















