روسیې او اوکراین د یو او بل لسګونه اسیران خوشې کړې دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۱ل)

د نړیوالو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې د اسيرانو د تبادلې په يوې معاملې کې روسیې ۱۰۸ اوکرایني اسیران خوشې کړې دي.

د اوکرايني اسيرانو په ډله کې ۳۸ هغه اوکراينۍ مېرمنې هم شاملې دي چې د ازوفسټال د پولادو کارخونې په کلابندۍ کې روسيې نيولې وې.

د روسيې په ازادو شويو اسيرانو کې ۳۰ تنه پوځيان او اتيا نور بیا د هغه هېواد د سوداګريزو بېړيو ماڼوګان شامل دي چې اوکراین نيولي وو.

د اوکراين د ولسمشر دفتر ويلي چې ازادې شوې اوکرايني اسيرانې پرون ماښام د زاپوريژيا ښار هغې سيمې ته ور رسېدلې دي چې د اوکراين تر ولکې لاندې دي؛ خو ځينو روس پلوو سرچينو بيا ويلي چې د اوکراين په ازادو شويو اسيرانو کې، دوه تنو یې اوکراين ته د ستنېدو پر ځای په روسيه کې پاتې کېدل غوره بللي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button