حکمتيار: افغانان دې د لويو طاقتونو په رقابتونو كي د هيڅ لوري ملګرتيا نه کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر “انجینر ګلبدین حکمتیار” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی، چې افغانان دې د لويو طاقتونو په رقابتونو كي د هيڅ لوري ملګرتيا نه کوي.
حکمتیار زیاته کړې: په داسې حال کې چې په هېواد کې مو امن راغلی او په اوسنیو شرایطو کې د موجوده نظام بدیل نشته خو له مسکو او واشنګټن داسي څه اورېدل كېږي چي ښيي د افغانستان له روان وضعيت په تشویش کې دي.
ولسمشر پوتين ويلي: افغانستان د تروريزيم له مقابلې او مهارولو عاجز دی،
ضمير كابلوف؛ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانگړي استازي؛ ویلي: د افغانستان ټول گاونډيان په دې هیواد کي ټولشمول حکومت غواړي.
هغه له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کي ویلي چي کابل کي د روسیې پر سفارت د چاودني په اړه څیړني رواني دي خو له لومړنیو معلوماتو داسي معلومېږي چي د چاودني امر غربیانو لخوا ورکړل شوی دی.
د روسيې خارجه وزارت چارواكو ويلي: له افغانستان تروريستي گواښونه زيات شوي؛ د داعش د غړو شمېر؛ درې برابره زيات شوى؛
داسي معلومېږي چي د كابل او واشنګټن د استخباراتي مسئولينو وروستيو تفصيلي ناستو او له كابل سره د امريكا د غير مستقيمو مرستو؛ ناڅاپي زيات والى؛ هغوى ته دا اندېښنې راولاړي كړې؛ د افغانستان ستراتيژيك موقعيت داسي دئ چي كه كابل واشنگتن ته ډېر نږدې شي او خبره دې حد ته ورسېږي چي امريكا ئې غواړي؛ نو د دې احتمال ډېر زيات دئ چي افغانستان په يوه بل اوكراين بدل شي؛ امريكا غوښتل او غواړي چي په افغانستان كي خپل نظامي او استخباراتي حضور حفظ كړي؛ په ظاهر كي ووځي خو هم ئې ګټي خوندي وي او هم یې حضور.
د امريكا پخواني ولسمشر ټرامپ په څرگنده وويل: ما غوښتل لږ تر لږه د بګرام هوایي ډګر زموږ په اختيار كي پاته وي؛ دا هوائي ډګر د چين اټومي مركز ته نیږدې دې.
افغان حکومت او په ټوله کې افغان ولس بايد دې حساسو شېبو او حساسو قضاياوو ته په جدي توگه متوجه وي او شی؛ د لويو طاقتونو په رقابتونو كي د هيڅ لوري ملگرتيا ونه كړي او پرېنږدي چي هېواد مو يو ځل بيا د خونړۍ جګړي هغه چې غربیان یې غواړي په ډګر بدل شي.



