خالق یار احمدزی
افغانستان د هغو زمریالیو ټاټوبی دی، چې تل یې اشغالګرو غلیمانو او د هغوی داخلي ایجنټانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې.
دلته که ګرګین مات شوی، که امپراطورۍ چپه شوې او که د سترو زور واکانو زور او ځواک ذوب شوی؛ لامل یې د افغانانو ریښتینې میړانه، کلک مقاومت او قوي هوډ وه.
په وروستۍ شل کلنه دوره کې چې د امریکا په مشرۍ د ټولې نړۍ اشغالګرو په یوه ګډ حشر سره، افغانستان لاندې کړ او د افغانانو د «وامعتصما» چیغو اوریدونکی ورک شو؛ نو پر وړاندې یې افغانانو دوه لارې درلودې؛ یا په نشت امکاناتو د نړۍ په پرمختللې ټکنالوژي مجهز او ښه روزل شوي پوځ سره د سر په بیه جګړه او یا هم له هغوی سره د فکر په ټغر ناسته….!
داچې افغان باتورو مشرانو هر وخت خپلو نسلونو ته د شهامتونو تاریخ پریښی؛ نو د پلرونو په تعقیب یې یو ځل بیا د هیواد له ګوټ ګوټ نه داسې ځوانو شازلمیو چې د امکاناتو له پلوه خورا کمزوري، په بدن خورا نازک؛ خو په عقیده او عزم کې راسخ او محکم وه؛ د راغلو اشغالګرو پر وړاندې ځانونه سپر کړل.
دوی پوهیدل، چې دغه ستره جګړه لوی آزمون دی او بریا په کې له الهي نصرت څخه بل څه نه شي ترلاسه کولای؛ نو یې د هر څه په زغملو سره دغې سترې مقابلې ته د سر په بیه راودانګل.
هوکې؛ هغوی نړۍ ته د شهامت، ایثار او غیرت بیلګې ورکړې او دا یې وانموده کړه، چې له خپل فکر، فرهنګ، عقیدې او خاورې د دفاع توان و لو که د ځان په ټوټه کولو وي؛ ، باید تر سره شي.
همدې ځوانانو د ټنونو بارودو په منځ کې ځان د لوی غلیم تر خوندي ځالو پورې ورساوو او بالاخره هغوی یې ماتې ته اړ کړل.
دا ستر ایماني جرئت وه، چې یو څوک له هیڅ کوم دنیوي مفاد پرته، یواځې د خپل خدای ج د رضا د حصول پخاطر او له خپلو دیني ارزښتونو څخه د دفاع په موخه دومره سترې قربانۍ ته راوړاندې کیږي.
په سلګونو اشغالګر او په زرګونه د هغوی فکري ملاتړي افغان نما څیرې، چې د متاع قلیل لپاره یې د پردیو لمن نیولې وه؛ د دغو ځپوونکو بریدونو ښکار شول.
دښمن یې په خپلو تر ټولو خوندي مراکزو کې دننه په نښه کړ او د هغوی ټولې پر مختللې وسلې او د سترې ادعاوې یې وننګولې.
رښتیا هم دا ستره قرباني وه، په دې ځپوونکو عملیاتو کې په سلګونو داسې ځوانانو برخه واخیسته، چې نه خو یې کومه رواني ستونزه درلوده، نه تر مرګ وروسته د کورنۍ د نازولو
په نوم تیر ایستل شوي وه او نه هم بله کومه ناوړه مفکوره ورکړل شوې وه؛ دوی علماء، استادان، محصلین او هوښیار طالب العلمان وه؛ چې پر دیني ارزښتونو او مقدساتو باندې د ننګې له ارزښت څخه خبر وه، د هیواد او خلکو څخه د دفاع حق ور مالوم وه او پر دې پوهیدل چې د دوی دا قرباني کولای شي، نور د ظلم او تاړاک دورې ته د پای ټکی کیږدي.
هوکې؛ همداسې وشول، تر کلونو ننګونکې مبارزې وروسته یې اشغالګرو او د هغوی افغان نما ملاتړو ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې؛ له هغوی څخه هیواد آزاد شو او د خپلواکي توغ یوځل بیا د سترې قرباني ورکولو په مټ پورته شو..
دا چې دا اسلامي نظام مونږ ته ولې ارزښت لري لامل یې داده چې په ستره بیه لاسته راغلی، زرګونه مقدسې ځوانۍ پرې خاورې شوې او په لوی شمیر کونډې یتیمان یې راته په میراث پریښي دي.
بلخوا د ککړ او مفسد جمهوریت تښتیدلي او پاتې مخالفین هم ځکه سوځي، چې د یادې ادارې د بقاء او د امریکایي ګټو د خوندیتوب لپاره یې سر او مال تالا ترغه شول؛ خو په پای کې یې نه اشغالګر حامیان تر څنګ ودریدل او نه یې هم هغه لیدلو خوبونو واقعیت ومونده، چې په پای کې نه هم دوی او نه یې ملاتړو کې د جمهوریت د تداوم لپاره د نور مقاومت شیمه پاتې شوه.
بلې! مونږ بریالي شو، خو د الله ج په نصرت، د غازیانو په ریښتیني مقاومت او د استشهادیانو په ستر شهامت او لویې فداکارۍ سره….!
راځئ له لاسته راغلي نظام څخه د سر اومال په بیه ساتنه او پالنه وکړو او د تن په بیه یې ملاتړ ته راودانګو


















