سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ښځو تعلیم؛ ملت ته څه ووایو؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 17, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
49
ځلې شریک شوی
610
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حفيظ الدين پيرزاده
له فتحې پس چې د جینکیو د تعلیم مخه ونیول شوہ، موږ‎ ھر څه په حالاتو پورې وتړ‎ل، ویل به مو: حالات اضطراري دي، لا ھم پنجشیر کې جگړ‎ہ روانه دہ، لا ھم باید انتظار وکړ‎و.
ھر څه به ورو ورو سم شي!
پنجشیر فتحه شو، ملي حاکمیت تأمین شو، خو بیا ھم د جینکیو پر تعلیم بندیز دوام وکړ‎.
موږ‎ ویل، اوس د دوبي رخصتي دہ، چې دا ختمې شي، کارونه به جوړ‎ شي!
آخر د ښوونځیو رخصتۍ ھم پای ته ورسیدې، خو د ښځینه زدہ کوونکیو پر مخ د ښوونځیو دروازې ھماغسې تړ‎لې پاتې شوې!
بیا مو‎ ویل، د معارف چارواکي مو د ښځینه زدہ کوونکیو لپارہ د مصؤن او شرعي چاپیریال پر جوړ‎ولو اخته دي؛ کال تیر شو خو دا مصؤن چاپیریال موږ‎ ته لکه د برمودا مثلث ، ھمداسې لا ینحله پاته شو!

بیا کوم چارواکي وویل: د جینکیو د ښوونځیو بندیدل یا بندول کلتوري ستونزہ دہ، ولس نه غواړ‎ي لورگانې یې باسیوادہ بې حیا شي!

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

ور پسې یو بل چارواکی لکه د نورستان د لوړ‎و غرونو گربت را شیوہ شو، ږ‎غ یې کړ‎: دا ټول ھسې مباح شیان دي ، سر پر مه خوږ‎وئ!

د معارف نخبه گان حفظھم الله جمیعاً و رعاھم، تر اوسه و نه توانیدل چې د جینکیو د منځنیو ښوونځیو د بندو دروازو کلي گانې له کوہ قاف څخه راوړ‎ي!

ستونزہ چرته دہ؟
مسئله ھمدا دہ چې ډیری زما پشان نه پوھیږ‎ي ستونزہ چرته دہ؟ او ھغه چې پوھیږ‎ي حال نه وایي!
مولانا وایي:
ھر که او بیدار تر، پُر درد تر
ھر که او اگاہ تر، رُخ زرد تر

خو زہ به دلته ستاسې مخې ته ھغه احتمالات کیږ‎دم چې فکر کیږي د ښوونځیو د بندیدو په مسئله کې به یې رول لوبولی وي:

۱- شرعي حکم
ځینې علمای کرام د ښځو بې ضرورته له کورہ وتل، مجاز نه بولي، په ځانگړ‎ي ډول ھغوی چې د دنیوي علم زدہ کړ‎ہ مباح گڼي.
ډیری یې پر دې مبارک حدیث استدلال کو‎ي:
أفضل صلاة المرأة في بيتها ( د ښځې لمونځ په کور کې بھتر دی )
د دوی پر نزد د مباح شي تر لاسه کول ضرورت نه دی نو جینکۍ باید په غیر ضروري شیانو پسې له کور بھر و نه وځي!
چې د لمانځه لپارہ ورته له کورہ د بھر تللو اجازہ نشته، نو تر لمانځه به بل مھم کوم شی وي چې ھغوی د فتنې په دې زمانه کې له کور څخه بھر تللو ته اړې‎ کړ‎ي ؟!

۲- کلتور
څه مودہ مخکې مو په رسنیو کې د کوم چارواکي له قوله ولوستل چې د مکتبونو بندیدل کلتوري ستونزہ دہ!
ھغه ویل: افغان غیرتي ولس پخپله نه غواړ‎ي چې لوڼې او خویندې یې له کورہ بیرون ووځي، سترگې یې څیري شي او د کوڅو بد اخلاقه ھلکان ورپسې شپیلي ووھي…..

۳- مصلحت
ځیني بیا د ښځو له کورہ نه وتلو ته د مصلحت نوم ورکوي او وایي: اوس د فتنې او فساد زمانه دہ. د ښځې له کورہ بھر وتل فتنې زیږ‎وي، بھترہ دہ ښې درندې په خپلو کورونو کې کیني، قرآن کریم ھم وایي:
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ. سورت الاحزاب

۴- د اقتصاد ستونزہ
ما له ځینو دوستانو دا خبرہ ھم اوریدلې چې وایي: اقتصاد مو کمزوری دی. نړ‎یوال نه یواځې دا چې مرسته را سرہ نه کوي، بلکې په بھر کې یې زموږ‎ شتمنۍ ھم کنگل کړي.
موږ‎ د ھلکانو د ښوونځیو چلولو ته کافي پیسې نه لرو، که د جینکیو د ښوونځیو دراندہ مصارف ھم د خپل لړ‎زاندہ اقتصاد پر کمزوریو اوږ‎و بار کړ‎و، نو ویرہ شته د اقتصاد ملا مو را کږ‎ہ کړ‎ي!
موږ‎ باید لومړ‎ی خپل اقتصاد پر پښو ودروو، پر سترو ملي پروژو پانگونې ته ترجیح ورکړ‎و او بیا نورو کارونو ته؛ الأول فالأول !

زہ وایم:

۱- شرعي حکم
د علم حصول ( فرض عین او کفایي ) پر قطعی الثبوت نص ثابت دی، په فرضیت کې یې بیشمارہ آیات، احادیث او د سلف الصالح اقوال موجود دي!
په اسلام کې ھیڅ داسې شرعي دلیل وجود نه لري چې د ښځو د تعلیم ( دیني او دنیوي ) مخنیوی دې وکړي بلکې پیغمبر علیه السلام پخپله ام المؤمنین حضرت حفصة رضی الله تعالی عنھا ته د لیک او لوست د زدہ کړ‎ې لپارہ معلمه مقررہ کړ‎ې وہ!
( لیک لوست د دیني او دنیوي تعلیم اساس دی ) .
دا چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي د ښځې لمونځ په کور کې افضل دی نو دلته باید څو نکتو ته پام وکړو:
۱- حدیث شریف د افضل او مفضول خبرہ کوي، په دې مانا چې که ښځه کور کې لمونځ وکړ‎‎ي، ھغه ډیر بھتر دی تر ھغه لمانځه چې جومات کې یې ادا کوي.
افضل، اکبر، اجمل، اعظم او نور د تفضیل صیغې دي چې د دوہ یا څو شیانو تر منځ مقایسوي توپیر بیانوي. که زہ ووایم زما اشنا وزیر گل اجمل دی. دا جمله ناقصه دہ ځکه دلته باید د ھغه د ښکلا مقایسه له بل چا سرہ وشي.
سمه جمله به داسې وي: وزیر گل تر جنت گل اجمل دی! د دې جملې مانا دا دہ چې جنت گل ھم ښکلی دی خو وزیر گل تر ھغه ډیر ښکلی دی!
ھمداراز د ښځو لمونځ په مسجد کې بھتر دی خو په کور کې تر ھغې زیات بھتر دی!
په حدیث شریف کې د ښځو مسجد او یا بھر ته پر تللو د ممانعت خبرہ اصلاً مطرح نه دہ!
پیغمبر علیه السلام فرمایلي: لَا تَمْنَعُوا نِسَاءَكُمْ الْمَسَاجِدَ، وَبُيُوتُهُنَّ خَيْرٌ لَهُنَّ. “ښځې له جوماتونو څخه مه منعه کوئ”.
رواہ احمد و ابو داؤد

۲- د پیغمبر علیه السلام فرمودہ تشجیعي او تشویقي جنبه لري. ښځې، ھسې ھم په کورونو کې د کور پر تدبیر، ماشومانو او نورو ضروري شیانو کې دومرہ مصروفې وي چې مساجدو ته تگ ورته، ډیری وخت ستونزمن وي.
نو ځکه پیغمبر علیه السلام ھغوی ته زیری ورکړ‎ چې د ښځو د کور لمونځ د سړ‎ي د مسجد له لمانځه سرہ په ثواب کې برابر دی!

۳- دا مبارک حدیث د اصول فقھې له مخې احاد دی، په صحیحینو کې ھم نه دی راغلی او محتمَلُ التأویل دی نو حکم یې ھم باید ظني وي، په دې مانا چې د نورو نصوصو او مقتضااتو په موجودیت کې به یواځې ھمدا حدیث د فتوا اساس نه جوړ‎وي. ( دا د اصول الفقهې بحث دی چې د بې ځایه طوالت له امله ترې تیریږ‎م )

۲- کلتور
کلتور چې اصول الفقه یې عُرف بولي، د شرعي احکامو د استنباط یو مھم مصدر دی.
خو دا مصدر ھغه مھال د منلو وړ‎ وي چې د تشریع د نورو اصلي مصادرو ( قرآن، سنت، اجماع ) سرہ په ټکر کې نه وي او دویم دا چې د حکم استنباط به یې ھم د کومې فرعي مسئلې په اړہ وي.
لومړ‎ی خو باید ووایو چې د جینکیو له ښوونځیو سرہ مخالفت له سرہ زموږ‎ کلتور نه دی!
موږ‎ له ډیر پخوا د جینکیو لپارہ مکاتب لرل. ھمدا اوس د کابل ښار او د ھیواد په ھرہ بله سیمه کې د جینکیو ښوونځۍ موجودې دي.
د جینکیو د ښوونځیو موجودیت د دې محترم چارواکي د خبرې ښکارہ نفې دہ.
موږ‎ باید خپله شخصي سلیقه او مزاج پر ولس د ھغوی د کلتور په توگه و نه تپو!
د ھیواد په چرته لیرې پراته کلي کې د کلیوالو لخوا د جینکیو له ښوونځۍ سرہ مخالفت د ټول افغانستان استازیتوب نه شي کولای!

که بالفرض دا ومنو چې د جینکو ښوونځۍ زموږ‎ له کلتور یا عُرف سرہ په ټکر کې دي نو بیا ھم د منلو وړ‎ ځکه نه دی چې دا عُرف مو د شریعت له اصلي مصادرو، قرآن او سنت، سرہ په ټکر کې دی!
ھمداراز دا حکم د کومې فرعي مسئلې په اړ‎ہ ھم نه دی چې عُرف پکې د شریعت د مصدر په توگه ومنل شي!

۳- مصلحت
مصلحت ھم د اسلامي شریعت داسې یو مھم مصدر دی چې کله کله د قطعي الثبوت نص حکم متوقف کولای شي.
سیدنا عمر رضی الله تعالی عنه د مصلحت پر بنا مؤلفة القلوب ته د زکات ورکړ‎ہ متوقفه کړ‎ې، سرہ له دې چې په قرآن کې یې د زکات د مستحقینو په لست کې ذکر راغلی!
خو مصلحت ھم ھغه مھال د منلو وړ‎ وي چې امیر المؤمنین یې د خپل اجتھاد پر مټ د ولس په نفع وبولي, یانې د مصلحت حکم ھم باید د ولس د عُلیا مصالحو پر بنسټ وي!
د ښوونځیو په تړ‎لو کې ھیڅ رنگ مصلحت نشته.، نه دیني او نه دنیوي!
دا چې ښځې باید په کور کې کیني او په استدلال کې یې پورته ذکر شوی ایت راوړ‎ل کیږ‎ي ھم سم نه دی، ځکه دا مبارک ایت امھات المؤمنین پر “یا نساء النبی” مخاطبوي. زموږ‎ مفسرین دا آیت پر امھات المؤمنین پورې مختص کوي.
د پیغمبر علیه السلام، صحابه کرامو، تابعینو او پاته سلف الصالحو په زمانه کې ښځې ھر مھال له کورہ بھر تللې، په مساجدو کې یې پر جماعت لمونځونه کړ‎ي، په غزاگانو کې یې برخې اخیستي، ستر تالیفات یې کړي …..‎

۴- اقتصاد
موږ‎ ټول پر دې پوھیږ‎و چې د کمزوري اقتصاد خبرہ مازې یوہ بھانه دہ.
که داسې نه وي نو کمزوري اقتصاد مو د کوم میکانیزم له مخې د ټولنې په ټولو سکتورونو کې د تعلیم او بیا په تعلیم کې د ښځو تعلیم او په ھغه کې بیا د شپږ‎م تر دولسم ټولگي تعلیم او په ھغه کې بیا یواځې پښتون میشتې سیمې په نښه کوي؟!!
لوړ‎ تحصیلات مو ھم د تعلیم برخه دہ. ھلته چې وزیر صیب یې فعال وو، د ټولو ستونزو او فشارونو سرہ یې د خپلې معزولۍ تر ورځې د تحصیلي بنسټونو دروازې د جینکیو پر مخ خلاصې ساتلې وې! تر دې پس، والله اعلم!!

څه باید وشي؟
په نړ‎ۍ کې څه کم دوہ سوہ ھیوادونه دي، چې له دې ډلې څخه پنځوس یې اسلامي دي. په یوہ کې ھم د جینکیو پر تعلیم بندیز نشته، دا یواځې افغانستان دی چې د جینکو پر زدہ کړ‎و یې پابندي لگولې!
حل لار به یې څه وي؟
څرنگ کیدای شي دا غمیزہ نورہ اوږ‎دہ نشي؟
ما دا پوښتنې د امارت ځینو روڼ اندو ملگرو مخې ته کیښودې چې غوړ‎چاڼ یې دلته له تاسې سرہ شریکوم:
۱- له امیر المؤمنین څخه د یو څو محافظه کارو شیخانو حلقه را تاوہ دہ. د دوی چې څه زړ‎ہ وي، ھماغه مشر ته په غوږ‎ونو کې ورڅڅوي.
مشر ھغه څه اوري چې دا کړۍ یې پرې اوریدل غواړ‎ي او ھغه څه ویني چې ھمدوی یې پرې لیدل غواړ‎ي.
ھمدا کسان د ښځو د تعلیم مطلق مخالفت کوي، خو بیا دومرہ اخلاقي جرئت ھم نه لري چې راشي، ولس ته مخامخ ووایي: د ښځو تعلیم حرام دی، تر څو ولس پخپل سرنوشت پوہ شي!
۲- اوس مھال د ولس د امید سترگې د ملا برادر، مولوي کبیر، مولوي یعقوب او خلیفه صیب پر طرف اوړ‎ي چې دا کنگل مات کړ‎ي.
له دې کړ‎ۍ سرہ کیني، قناعت ورکړ‎ي تر څو خپله سلیقه او مزاج پر ولس د شریعت په نوم و نه تپي!
موږ‎ ته لوی رب یو عجیب طلایي فرصت په لاس راکړ‎ی، دا باید ھدر لاړ‎ نشي!
د امارت پایښت او بریا تر ھر بل چا څخه ډیرہ مھمه دہ؛ که امارت وي، ھر څه شته، که امارت نه وي، ھیڅ ھم نشته!

۳- د ښځو د تعلیم په مسئله کې دې د ټول افغانستان په سطحه، د بارزو علمای کرامو او ولسي متنفذینو یوہ سترہ غونډہ را وغوښتلای شي، د امارت د مرکزي دار الإفتاء علمای کرام دې ھم پکې گډون وکړ‎ي.
ھمدا مسئله دې ورته مخې ته کړ‎ي. دې سترې اجتماع چې د ولس په استازیتوب ھرہ پریکړ‎ہ وکړ‎ہ، ټولو ته به د منلو وړ‎ وي، ځکه پیغمبر علیه السلام فرمایي: قَالَ : إِنَّ اللَّهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي عَلَى ضَلَالَةٍ ، وَيَدُ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ.
رواہ الترمذي ( زما امت پر گمراھۍ نه یو ځای کیږ‎ي ).

۴- د امارت د روڼ اندو دندہ دہ چې د خپلو څوکیو پر ځای د اما رت ژغورلو په فکر کې شي!
دغه دوہ درې کسان چې خپل لنډ اند د شرعي حکم په نوم پر ټول اما رت تحمیلوي، په رسنیو کې وننگوي، نومونه یې افشا کړ‎ي، تر څو ولس وپوھیږ‎ي، څوک یې د لوڼو د تعلیم مخالفت کوي!

۵- د وزیرانو شورا
د وزیرانو شورا او د مستقلو اداري واحدونو غونډې دې په منظمه توگه دایرې شي، د مشر شیخ صیب ټول تصامیم، احکام، او فرامین دې د ھمدې شورا له غور، بحث او څیړ‎نې وروسته، د اکثریت رایو په نظر کې نیولو سرہ د فرمان یا د کابینې د پریکړ‎ې په توگه اعلام او یا ھم د تعدیل لپارہ بیرته د شیخ صیب دفتر ته ولیږ‎ل شي!

۶- د مشر شیخ صیب سرہ لیدنه
د شیخ صیب څخه د تاوې شوې کړ‎ۍ له لاسه ھر څوک څه، چې خواص ھم ورسرہ په اسانه نشي لیدلای.
زہ شخصاً داسې لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي پیژنم چې د ځینو مھمو رسمي کارونو د اجراء لپارہ ھلته ور شي، په ورځو او ھفتو ورته پراته وي خو د شیخ صیب سرہ ملاقات نه میسر کیږ‎ي!
که د شیخ صیب دیدن ارزان شي، لاس رسی ورته آسان شي نو په داسې مواردو کې به زموږ‎ اھل خِبرہ او مسلکي کادرونه وخت په وخت ورته خپلې مشورې نیغ په نیغه ورسولای شي!

۷- د امیر المؤ منین دفتر کابل ته انتقالول
کابل د افغانستان پلازمینه دہ. د افغانستان یوہ سترہ غمیزہ د قوي مرکزي حکومت نه شتون وو. د اما رت پر راتگ لله الحمد، دا ستونزہ حل شوہ. قوي کابل د قوي مرکزي حکومت لپارہ اړ‎ین دی خو که د مرکزي حکومت د قدرت ځایونه ویشل شوي وي، دا کار پخپله د قوي مرکزي حکومت پښې وھي!
نو ځکه باید یواځې کابل، د مرکزي حکومت د ثقل او اقتدار مرکز وي!
***************

اما رت نړ‎ۍ ځکه ماته کړ‎ہ چې داعیه یې پر حقه او د ولس ملاتړ‎ ورسرہ وو. او دا ولسي ملاتړ‎ به تر ھغې ورسرہ وي، تر څو یې چې داعیه پر حقه وي!
د ولس لوڼې له تعلیم څخه محرومول، نه پر حق داعیه دہ او نه د دیني او دنیوي استدلال پر مټ توجیه کیدای!
په داسې کړ‎نو، امارت ولسي ملاتړ‎ له لاسه ورکوي او تداوم یې ولسي سرغړ‎ونې او ټولنیزې نافرمانې ته لیار خلاصوي، ځکه چې:
لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق. الحدیث

جانان زما پر سر جانان دی
که لاس ترې واخلم د دوھۍ ملنگ به شینه

لا قدر الله ذالک
_______________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۱۳/ ۲۰۲۲ م

لوی ټکي: پیرزادهتعلیمحفیظد ښځو
مخکینې مطلب

سره مياشت: تر تداوۍ وروسته له المان څخه ۶۸ افغان ماشومان راستانه او ۵۴ نور ولېږل شوه

بل مطلب

له سرحدي شخړو په کلکه ځان ساتنه په کار ده!

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com