پاکستان له افغانستان سره په روغتیایي برخو کې د همکاریو تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې پاکستان د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سره په روغتیایي برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي “محمد صادق خان” په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر په مشرۍ یوه پلاوي سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې یې د پاکستان لخوا افغانستان سره د روغتیا په برخو کې پر همکاریو خبرې کړې دي.

محمد صادق ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې درې عصري روغتونونه “محمد علي جناح” په کابل، د نښتر په نوم د پښتورګو روغتون په جلال اباد او د نایب امین الله لوګري روغتون یې په لوګر کې جوړ کړی دی.

د هغه په وینا، په دې ناسته کې پاکستان موافقه وکړه، چې د یادو درې واړو روغتونو د فعالیت او مالي لګښت مسوولیت به په غاړه اخلي.

د پاکستان ځانګړي استازي وویل، دغه راز موافقه وشوه چې د اوږود مهال لپاره به دا درې روغتونونه د خصوصي سکتور په همکارۍ فعاله وساتل شي.

محمد صادق زیاته کړې، د خیبر پښتونخوا (خیبر طبي پوهنتون) چې لا د مخه یې سلګونه افغان ډاکټران روزلي ، خپله یوه څانګه په افغانستان کې پرانیزي څو دغه هېواد د روغتیا په برخه کې پخپلو پښو ودریږي.

دهغه په وینا، په دې ناسته کې یې له افغان پلاوي سره د ډاکټرانو ، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو د روزنې په برخه کې د همکاریو یوه هوکړه لیک هم لاسلیک کړی دی.

ده وویل چې دمګړۍ به دوی د افغانستان ۲۰ تنه متخصصین وروزي او په راتلونکي کې به دا شمېره لوړه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button