‏د سالنګ پر لار د بس موټر چپه کیدو پېښه کې ۹ تنه او ۴۰ نور ټپيان شوي

کابل ټکی کام(يکشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، د سالنګ پر لويه لار د مسافر وړونکي بس موټر چپه کيدو پېښه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه د سالنګ لویې لارې په اوږدو کې د خنجان ولسوالۍ د تخت سنګ په سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د ټولګټو چارو وزارت وايي، مسافر وړونکی ۵۸۰ ډوله موټر له سړک څخه منحرف او چپه شوی، چې په پیښه کې ۹ تنه شهیدان او ۴۰ تنه نور ټپیان شوې دي.

سرچينې زياته کړې، د یادې پیښې له رامنځته کېدو سره سم د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست پرسونل د پېښې ځای ته رسېدلی او ټپيان يې د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي.

ټولګټو وزارت له ټولو موټر چلوونکو څخه غوښتنه کړې، چې له دغې لویې لارې څخه د تیرېدو پر مهال پوره احتیاط وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button