کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د سومالیا دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې د یاد هېواد وسله والو ځواکونو د الشباب وسله والې ډلې پر خلاف پراخ عمليات پیل کړي چې په پایله کې یې د دې ډلې ۱۰۰ جنګيالي وژل شوي دي.
د سوماليا د کورنيو چارو وزارت وايي چې د الشباب وسله والې ډلې پر خلاف عمليات په شابل سيمه کې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد پوځ تېره ورځ ویلي و چې ځواکونو یې د سيمه ييزو ملېشو په مرسته په ګډو عملياتو کې د الشباب ۴۹ جنګيالي وژلي دي.
که څه هم د سومالیا پوځ دا نه مني چې ګواکې په دغو عملیاتو کې دې ورسره کوم بهرني هېواد مرسته کړې وي؛ خو الشباب وسله واله ډله ادعا کوي چې د ترکیې د هوایي بریدونو له امله یې له ځینو سیمو شاتګ کړی دی.
د ویلو ده چې الشباب وسله واله ډله القاعدې نړیوال جهادي غورځنګ سره اړیکې لري او له ۲۰۰۶م کال راهيسې د سوماليا د حکومت او د افريقايي اتحاديې د سوله ساتو ځواکونو پر ضد جګړه کوي او په ياده موده کې يې پر ځينو سيمو ولکه هم ټينګه کړې ده.