ازبکستان وايي، افغانستان سره يې ۱۷۰ ټنه بشري مرسته کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ جدي، ۱۴۰۱ل)

ازبکستان وايي، چې له افغانستان سره يې د ۱۷۰ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت رسنيو ته په يوه لېږلی خبرپاڼه کې ويلي، چې د ازبکستان دولت ۱۷۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته لېږلې چې اوړه، غنم، وریژې، غوړي او جامې پکې شاملې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا مرسته د حیرتان بندر له لارې بلخ ته رسول شوې او د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمت الله ارګاشیف لخوا د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارل شوې ده.

د ازبکستان دولت تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د خوراکي توکو او جامو مرسته کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button